په سرپل کې د پنبې حاصلات نږدې درې برابره زیات شوي دي

20 قوس 1403 ساعت 5:45

د سرپل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې د پنبې حاصلات نږدې درې برابره زیات شوي دي.


د سرپل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې د پنبې حاصلات نږدې درې برابره زیات شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره، سږ کال به په دغه ولایت کې له ۵۰۰ هکتاره ځمکې څخه د شاوخوا ۵۰۰ ټنه پنبې حاصلات ترلاسه شي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه شمېر ۱۳۵ ټنه وه.

بلخوا د سرپل ولایت کروندګر د حاصلاتو له زياتوالي سره سره د نباتي آفاتو خپرېدل، د پنبې د بيې ټيټوالى او د مناسب بازار نشتوالى له لویو ستونزو څخه يادوي. دوی په دې برخه له حکومت څخه د همکارۍ غوښتنه کوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178480

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178480/

جمهور
  https://www.jomhornews.com