د سرپل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې د پنبې حاصلات نږدې درې برابره زیات شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره، سږ کال به په دغه ولایت کې له ۵۰۰ هکتاره ځمکې څخه د شاوخوا ۵۰۰ ټنه پنبې حاصلات ترلاسه شي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه شمېر ۱۳۵ ټنه وه.
بلخوا د سرپل ولایت کروندګر د حاصلاتو له زياتوالي سره سره د نباتي آفاتو خپرېدل، د پنبې د بيې ټيټوالى او د مناسب بازار نشتوالى له لویو ستونزو څخه يادوي. دوی په دې برخه له حکومت څخه د همکارۍ غوښتنه کوي.
جمهورخبري آژانس