روزګان کې ۲۳۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

18 قوس 1403 ساعت 8:49

د روزګان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په انار جوی ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۲۳۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.


د روزګان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په انار جوی ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۲۳۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، د اوبو رسولو دغه شبکه د (بي ایچ اې ) موسسې په مالي ملاتړ د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.

د یادولو وړ ده، چې د دې شبکې د جوړېدو په جریان کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178409

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178409/

جمهور
  https://www.jomhornews.com