۰

لاوروف: ترهګرو ډلو ته د سوریې د کنټرول اجازه د منلو وړ نه ده

شنبی ۱۷ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۰۶
د سوریې په اړه د ایران، روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د آستانې د پروسې په چوکاټ کې پیل شوه.
لاوروف: ترهګرو ډلو ته د سوریې د کنټرول اجازه د منلو وړ نه ده
د سوریې په اړه د ایران، روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د آستانې د پروسې په چوکاټ کې پیل شوه.

د دې غونډې په څنډه کې سرګي لاوروف وویل، التحریر الشام یوه تروریستي ډله ده او باید پر سوریې تسلط ونه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سوریې د وضعیت په اړه د غونډې په څنډه کې ویلي: ترهګرو ډلو ته د سوریې د خاورې د کنټرول اجازه د منلو وړ نه ده. موږ د سوریې پر یووالي او د دښمنۍ د بندولو پر بیړنۍ اړتیا ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه، موږ په سوریه کې د وینو تویولو د مخنیوي لپاره له ډیپلوماتیکو وسایلو کار اخلو او د دوحې په استانه غونډه کې مو د سوریې پر حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په سوریه کې د التحریر الشام ډله یوه «ترهګره ډله» ده. نن موږ له ایران او ترکیې سره موافقه وکړه چې په سوریه کې د امنیت او ثبات د لاسته راوړلو لپاره په کلکه غوښتنه وکړي او موږ د سوریې د متحد پاتې کیدو ضمانت غواړو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم د آستانې د بهیر د بهرنیو چارو له وزیرانو سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل: موږ د روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ډیره ښه کتنه لرله او د غونډې په پای کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو له خاص استازی ښاغلی پیډرسن سره وکتل.

عراقچي زیاته کړه، په سوریه کې پر اوسنیو مسایلو، چې ډېر جدي دي، خبرې وشوې او د ټولو ګډونوالو اجماع د جګړې د سمدستي پای ته رسولو په مانا وه.

د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته باید درناوی وشي او د ملګرو ملتونو پریکړه لیک ته مراجعه وشي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: ترټولو مهمه خبره د سوریې د حکومت او د مخالفو مشروع ډلو ترمینځ د سیاسی خبرو اترو پیلول دی.

دا د غونډې غوښتنې وې او موافقه وشوه چې په دې برخه کې باید د سوریې له حکومت سره مشوره وکړو. روسیه هم په پام کې وه چې د سوریې له حکومت سره مشوره وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي