په فاریاب ولایت کې ځینو سیمه ییزو خلکو په دغه ولایت کې د طالبانو او د داعش د خراسان څانګې تر منځ د نښتې خبر ورکړی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له فاریاب څخه سیمه ییزو سرچینو نن شنبه ( د لیندۍ۱۷مه) خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د طالبانو او داعش خراسان څانګې تر منځ د نښتې په ترڅ کې د طالبانو یو غړی وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې د طالبانو د ډلې جنګياليو د داعش د يوه غړي د نيولو په موخه عمليات ترسره کول، خو داعش وسله والو له طالبانو سره مقاومت وکړ او بالاخره په دې جګړه کې د طالبانو د استخباراتو يو غړى ووژل شو او شپږ نور غړي يې ټپیان شول.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې طالبانو هم د ملاتړو ځواکونو په لېږلو سره د داعش يو غړى وژلى دى.
سرچينې زياته کړې، چې وسله والو طالبانو د دغه کس جسد سوځولی دی.
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د ډلې له ادعا سره سره، چې داعش په افغانستان کې له منځه تللى، خو؛ موږ تل د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دغې ترهګرې ډلې د شتون او فعالیت شاهدان یو.
جمهورخبري آژانس