نظر پوښتنه: بایډن د امریکا معاصر تاریخ کې ناوړه ولسمشر اعلان شو

17 قوس 1403 ساعت 10:27

د یوې نوې نظر پوښتنې له مخې، جو بایډن د امریکا په معاصر تاریخ کې تر ټولو بد ولسمشر پیژندل شوی دی.


د یوې نوې نظر پوښتنې له مخې، جو بایډن د امریکا په معاصر تاریخ کې تر ټولو بد ولسمشر پیژندل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا نظر پوښتنه ټېنګار کوي، چې د جو بایډن عمر، له افغانستان څخه د ځواکونو د اېستلو څرنګوالی او له مکسیکو سره سرحدي ستونزې، هغه څه دي چې د ځواب ویونکو ترمنځ د پراخې ناخوښۍ لامل شوي.

د “ډیلي میل” او “جی ایل پارټنرز” ورځپاڼو د نظرپوښتنې پایله چې د یو زرو او شپږ سوه کسانو په ګډون سره ترسره شوې، ښیې چې جو بایډن د معاصرو امریکایی ولسمشرانو په کتار کې په ټېټه درجه کې دی.

د دې نظرپوښتنې له مخې جو بایډن د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارټر په پرتله هم بد دی. جیمي کارټر چې په ۱۹۷۰ لسیزه کې د امریکا ولسمشر و، یو کال وروسته د لوړ انفلاسیون او له ایران څخه د امریکايي یرغمل شویو د خلاصون د ناکامې هڅې له امله له خپلې دندې استعفا وکړه.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 178380

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178380/

جمهور
  https://www.jomhornews.com