۰

نظر پوښتنه: بایډن د امریکا معاصر تاریخ کې ناوړه ولسمشر اعلان شو

شنبی ۱۷ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۷
د یوې نوې نظر پوښتنې له مخې، جو بایډن د امریکا په معاصر تاریخ کې تر ټولو بد ولسمشر پیژندل شوی دی.
د یوې نوې نظر پوښتنې له مخې، جو بایډن د امریکا په معاصر تاریخ کې تر ټولو بد ولسمشر پیژندل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا نظر پوښتنه ټېنګار کوي، چې د جو بایډن عمر، له افغانستان څخه د ځواکونو د اېستلو څرنګوالی او له مکسیکو سره سرحدي ستونزې، هغه څه دي چې د ځواب ویونکو ترمنځ د پراخې ناخوښۍ لامل شوي.

د “ډیلي میل” او “جی ایل پارټنرز” ورځپاڼو د نظرپوښتنې پایله چې د یو زرو او شپږ سوه کسانو په ګډون سره ترسره شوې، ښیې چې جو بایډن د معاصرو امریکایی ولسمشرانو په کتار کې په ټېټه درجه کې دی.

د دې نظرپوښتنې له مخې جو بایډن د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارټر په پرتله هم بد دی. جیمي کارټر چې په ۱۹۷۰ لسیزه کې د امریکا ولسمشر و، یو کال وروسته د لوړ انفلاسیون او له ایران څخه د امریکايي یرغمل شویو د خلاصون د ناکامې هڅې له امله له خپلې دندې استعفا وکړه.

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي