د طالبانو کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د روان هجري – لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې څه باندې ۶۵ زره کسانو ته د کار جوازونه وېشل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د دغه وزارت د ویاند په خبره، په له دې ډلې شاوخوا ۲نیم زره یې بهرنیان دي.
د طالبانو چارواکو تل ټینګار کړی چې، د بې کارۍ کچې د کمولو لپاره د کانونو کېندنې، اوبو مدیریت، ښاري پراختیا، د سړکونو او لویو لارو جوړولو، د ځینو تولیدي کارخونو د فعالیت بیا پیلولو او پانګونو د جلب په برخو کې هڅې کوي.
جمهورخبري آژآنس