د قوش تېپې کانال د دویم فاز چارې ۸۱ سلنه بشپړې شوي

17 قوس 1403 ساعت 10:22

د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوش تېپې کانال د دویم فاز کار ۸۱ سلنه او د دغه کانال د بند د جوړولو چارې هم ۶۷ سلنه پرمخ تللي دي.


د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوش تېپې کانال د دویم فاز کار ۸۱ سلنه او د دغه کانال د بند د جوړولو چارې هم ۶۷ سلنه پرمخ تللي دي.

د جمهور آژآنس د خبرله مخې د دغه شرکت مسوولین وايي، په څلورو پلونو کار روان دی او ټاکل شوې د قوش تېپې کانال په لاره کې یو شمېر نور پلونه هم جوړ شي.

د کرنې او مالدارۍ خونه د قوش تېپې کانال بشپړېدل د کار موندنې، د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي او د خوراکي توکو د خوندیتوب برخه کې مهم ګڼي.

د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري، چې د فاریاب د اندخوۍ ولسوالۍ د کانال په وروستۍ نقطه کې، د ۲۰ میلیارده افغانیو په لګښت د قوش تېپې کانال پروژې د دویم فاز د کېندلو چارې د روان لمریز کال تر پایه بشپړې کړي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 178377

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178377/

جمهور
  https://www.jomhornews.com