طالبان: د هند په ګډون له ټولو هېوادونو سره پراخې اړیګې غواړو

14 قوس 1403 ساعت 8:34

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي، د افغانستان سرپرست حکومت له هند سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي، د افغانستان سرپرست حکومت له هند سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړی زیاتوي چې، د سرپرست حکومت او د نورو هېوادونو ترمنځ باید مهمې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې موجودې وي.

 تکل زیاتوي، اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د باور پر بنسټ د ټينګو اړیکو غوښتونکی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، د افغانستان اسلامي امارت د هند په ګډون د سیمې له نورو هېوادونو سره، له نړۍوالو هېوادونو سره غواړي چې، پراخې اړیکې ولري، ترمنځ یې د باور فضا حاکمه وي، په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې مهمې ښکېلتیاوې او تعاملات ولري.»

د  تکل دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې، د هند سنډې ګارډين ورځپاڼې د اسلامي امارت د چارواکو له قوله لیکلي و چې، اوس له کابل سره د نوي ډيلي د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مناسب وخت دی چې، په افغانستان کې د پاکستان نفوذ کم شي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 178327

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178327/

جمهور
  https://www.jomhornews.com