د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي، د افغانستان سرپرست حکومت له هند سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړی زیاتوي چې، د سرپرست حکومت او د نورو هېوادونو ترمنځ باید مهمې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې موجودې وي.
تکل زیاتوي، اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د باور پر بنسټ د ټينګو اړیکو غوښتونکی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، د افغانستان اسلامي امارت د هند په ګډون د سیمې له نورو هېوادونو سره، له نړۍوالو هېوادونو سره غواړي چې، پراخې اړیکې ولري، ترمنځ یې د باور فضا حاکمه وي، په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې مهمې ښکېلتیاوې او تعاملات ولري.»
د تکل دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې، د هند سنډې ګارډين ورځپاڼې د اسلامي امارت د چارواکو له قوله لیکلي و چې، اوس له کابل سره د نوي ډيلي د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مناسب وخت دی چې، په افغانستان کې د پاکستان نفوذ کم شي.
جمهورخبري آژآنس