د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، د چین او منځنۍ اسیا د بهرنیو چارو وزایرانو په پنځمه غونډه کې ویلي چې، بيجینګ او د منځنۍ اسیا هېوادونو هوکړه کړې چې، له افغانستان سره سولې، ټیکاو ته د رسېدو او بیارغونې په برخه کې مرسته وکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان په وینا، ښاغلي یي په دغې غونډه کې ټينګار کړی چې، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونو هوکړه کړې چې، له ترهګرۍ، وېش غوښتنې، افراط پالنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو په کورنیو چارو کې د بهرنیو د لاسوهنې پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي.
ښاغلی جیان په دې هکله وايي:«موږ باید د نړۍوال امنیت د نوښت پر بنسټ فعالانه عمل وکړو، د ترهګرۍ، افراط پالنې او وېش غوښتنې پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړو، د منځنۍ اسیا د هېوادونو په کورنیو چارو کې د بهرنیو ځواکونو د لاسوهنې او په دې سیمه کې د ګډوډۍ رامنځته کولو له هڅو سره مخالفت وکړو او له افغانستان سره مرسته وکړو چې، ژر تر ژره سولې، ټيکاو ته ورسېږي او بیا ورغول شي.»
د چین د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې، تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي و چې، د دغه هېواد د هڅو په پایله کې داسې اجماع رامنځته شوې چې، نړۍواله ټولنه باید له سرپرست حکومت سره تعامل وکړي.
جمهورخبري آژانس