د طالبانو اداري مرستیال په ترمذ کې له افغان سوداګرو سره کتلي

14 قوس 1403 ساعت 8:23

د طالبانو د حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي یې د ازبکستان په ترمذ ښار کې له مېشتو یو شمېر افغانانو، سوداګرو او پانګوالو سره کتلي.


د طالبانو د حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي یې د ازبکستان په ترمذ ښار کې له مېشتو یو شمېر افغانانو، سوداګرو او پانګوالو سره کتلي.

په دې کتنه کې اداري مرستیال ویلي، چې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او پانګونې لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې کړې او له پانګوالو یې غوښتي چې له دې فرصت څخه په استفادې افغانستان کې پانګونه وکړي.

دغه راز ترمذ کې مېشت افغانانو، سوداګرو او پانګوالو د سوداګرۍ زیاتوالي په موخه خپلې غوښتنې شریکې کړې دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178324

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178324/

جمهور
  https://www.jomhornews.com