یوه ایراني چارواکي له رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلي، چې په دغه هېواد کې ۵۰۰ بندي افغانان به افغانستان ته ولېږدول شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې هغه زیاته کړې چې د دغو بندیانو نوملړ هم د طالبانو حکومت ته استول شوی دی، څو د هویت له تثبیت وروسته، د ایران له زندانونو د افغان کډوالو د لېږد لومړی پړاو پیل کړي.
دغه چارواکي همدارنګه ویلي، تمه کېږي چې، د روان کال تر پایه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد دوه یا درې پړاوه بشپړ شي.
د ایران دغه قضایي چارواکي دغهراز زیاته کړې، چې په ایران کې تر ټولو زیات زندانیان افغان کډوال دي، چې د توکو د قاچاق، غلا او وژنې په جرمونو زنداني شوي دي.
له دې سره هممهاله، د طالبانو عمومي ویاند ویلي،چې په تېرو درېیو کلونو کې له ایرانه افغانستان ته ۴۰۰۰ افغان زندانیان رالېږدول شوي دي.
جمهورخبري آژانس