۰

د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې جوړولو چارې پیل شوې

چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۱۳
د کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې د ۹۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت، د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې، له يو څه ځنډ وروسته بیا پیل شوې دي.
د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې جوړولو چارې پیل شوې
د کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې د ۹۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت، د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې، له يو څه ځنډ وروسته بیا پیل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاروالۍ د مسوولین وایي، چې د کابل- لوګر سړک پاتې برخه د ښار په دننه کې موقعیت لري چې د جوړولو چارې یې طالبانو د کابینې د پرېکړې له مخې، کابل ښاروالۍ ته سپارل شوې دي.

د کابل- لوګر سړک لومړۍ برخه (له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې)‌ د اووه کیلومترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې په معياري ډول جوړېږي او چارې به يې په دوو کلونو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي