زابل کې د کانونو او پټرولیم ریاست ته نوې ودانۍ جوړېږي

14 قوس 1403 ساعت 8:09

د زابل ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست ته د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي.


د زابل ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست ته د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د یادې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د زابل مرستیال والي ویلي، چې نوې جوړېدونکې ودانۍ به ۱۶ اداري خونې، مېلمستون، د غونډو پراخ تالار او نور اړوند ملحقات ولري او د ۱۱ میاشتو په موده کې به بشپړه شي.

هغه زیاته کړې، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د یادې ادارې فعالیتونه لا معیاري شي او خلکو ته به د خدمتونو وړاندې کولو اسانتیاوې زیاتې شي.

د زابل د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو په وینا، د دې ودانۍ د جوړولو پرمهال د سیمې ګڼو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178318

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178318/

جمهور
  https://www.jomhornews.com