طالب چارواکي: د کانونو ناقانونه استخراج ته اجازه نه ورکول کېږي

14 قوس 1403 ساعت 8:02

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر بدخشان ته په سفر کې، په ناقانونه توګه د کانونو د استخراج او د قاچاق پر مخنیوي ټینګار کړی او په دې برخه کې د بدخشان ولایت د چارواکو د ډېرې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړی همدارنګه د شهر برزګ ولسوالۍ ته تللی او په یوې غونډه کې یې د شرکتونو مسوولینو او ځايي خلکو ته ویلي چې، په ناقانونه توګه د کانونو کیندلو ته اجازه نه‌ورکول کېږي او ټول شرکتونه مکلف دي چې، د قانون پر بنسټ تړون وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، سرپرست وزیر د کان کیندنې شرکتونو ته ویلي چې، د کانونو او پټرولیم وزارت د زرشویۍ او مسلکي معدن‌کارۍ لپاره یوه جامع کړنلاره چمتو کړې چې، معدن‌کاران کولی شي، کابل ته د راتګ پر ځای د بدخشان ولایت د کانونو او پټرولیم وزارت له ریاسته خپل جوازونه ترلاسه کړي.

جمهورخبري آژانس
 
د مطلب کود: 178315

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178315/

جمهور
  https://www.jomhornews.com