کونړ کې د ۸ کیلومتره فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

13 قوس 1403 ساعت 7:32

د کونړ ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولايت د شلتن ولسوالۍ په بیر سیمې کې د ۸ کیلومتره فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.


د کونړ ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولايت د شلتن ولسوالۍ په بیر سیمې کې د ۸ کیلومتره فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، چې د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.

د ځايي مسوولینو په خبره، د دې پروژې چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي، چې په کې د سیمې ګڼو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د یادولو وړ ده، چې د دغې پروژې لګښت د خوړو نړیوال پروګرام له لوري ورکول کېږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178290

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178290/

جمهور
  https://www.jomhornews.com