د کونړ ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولايت د شلتن ولسوالۍ په بیر سیمې کې د ۸ کیلومتره فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، چې د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.
د ځايي مسوولینو په خبره، د دې پروژې چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي، چې په کې د سیمې ګڼو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د یادولو وړ ده، چې د دغې پروژې لګښت د خوړو نړیوال پروګرام له لوري ورکول کېږي.
جمهورخبري آژانس