د بغلان ولایت ځایي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې له ۲۰ څخه په زیاتو وړو او سترو کارخونو کې شپږ ډوله خالص نباتي غوړي تولیدېږي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې له دې ډلې چګد، کنجد او زغر یې مشهور غوړي دي. په یاد ولایت کې د زغر غوړیو د یوې کارخونې مسوولین وایي چې دوی درې سترې او شل وړې د غوړیو تولیدي کارخونې فعالیت لري، چې د ټولټال ۷۰ کسانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې ده.
د دوی په خبره، چې د چګد، کنجد او زغر غوړي په لوړ کیفیت او ارزانه بیه عرضه کېږي او د خلکو علاقهمندي ورځ تر بلې زیاتېږي.
ورته مهال، د بغلان د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې روان کال په دې ولایت کې پر ۶ زره هکتاره ځمکه زغر کرل شوي، چې له هغې څخه شاوخوا ۳ زره ۸۷۵ مټریکه ټنه حاصلات ترلاسه او د تېر په پرتله ۷۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
جمهورخبري آژانس