کاپيسا کې د څلورو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې

13 قوس 1403 ساعت 7:27

د کاپیسا د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د ملګرو ملتونو پراختیايي دفتر په مالي مرسته د یاد ولایت په مرکز او تګاب ولسوالۍ کې د څه باندې ۵،۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغو پروژو کې د ۹ مترو په اوږدوالي د اوسپني کانکرېټي پُل، ۵۵ مترو په اوږدوالي محافظوي دېوال، ۳۰ مترو په اوږدوالي د سربند او ۱۸۵ مترو په اوږدوالي د اوبو لګول کانال جوړول شامل دي.

جمهورخبري آژانس
 
د مطلب کود: 178287

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178287/

جمهور
  https://www.jomhornews.com