د بدخشان ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د فیضآباد ـ کشم پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې وايي، په دې پېښه کې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د یاد ولایت د ځایي امنیتي مسوولینو په خبره دغه پېښه د فیضآباد ـ کشم پر لویه لار د قلعهظفر په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو هینو ډوله موټر له یوې کرولا ډوله موټر سره ټکر وکړ.
د دوی په خبره، د پېښې ټپیان چې د یفتل پایین ولسوالۍ اوسېدونکي دي، د درملنې لپاره د ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.