د ټاپي پروژې د عملي چارو د پيل په تړاو خبرې شوې دي

8 قوس 1403 ساعت 8:25

د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د ترکمنستان سرکونسل او د ټاپي پروژې عمومي رییس، په هېواد کې د ټاپي پروژې د عملي چارو د پيل په تړاو د هرات له والي سره خبرې کړې دي.


د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د ترکمنستان سرکونسل او د ټاپي پروژې عمومي رییس، په هېواد کې د ټاپي پروژې د عملي چارو د پيل په تړاو د هرات له والي سره خبرې کړې دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هرات د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې رییس بګنج عبدالله‌یوف‎، د اړتیا وړ تجهیزاتو نوملړه چې، ټاکل شوې هرات ته راولېږدول شي، د یاد ولایت له چارواکو سره شریک کړ.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان په خاروه کې د ټاپي پروژې د څه باندې ۱۵۰ کیلومټره مسیر سروې بشپړه شوې او ټاکل شوې، چې راتلونکې اوونۍ د ترکمن‌ګاز تخنیکي انجنیرانو یوه ډله هرات ته سفر وکړي.

په دغې کتنه کې، د هرات والي د ټاپي پروژې د تجهیزاتو او امکاناتو د لېږد لپاره د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د لنډمهالي بندر له جوړېدو هرکلی کړی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178149

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178149/

جمهور
  https://www.jomhornews.com