افغانستان بانک: د ځینو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی

8 قوس 1403 ساعت 8:24

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک مسوولین وايي، چې د تېر کال لړم میاشتې په پرتله، سږ کال په همدې میاشت کې د ځینو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی.


د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک مسوولین وايي، چې د تېر کال لړم میاشتې په پرتله، سږ کال په همدې میاشت کې د ځینو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد بانک د ویاند دفتر د مالوماتو له مخې؛ دغه بانک د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ مالي کلونو په لړم میاشت کې د افغانیو پر وړاندې د اسعارو بیې مقایسه/پرتله کړې او په ډاکه کړې یې ده چې “افغانۍ” د ایراني ریال پر وړاندې ۲۶.۱۹ سلنه، د ترکي لېرې پر وړاندې ۱۸.۳۴ سلنه، د یورو پر وړاندې ۵.۰۴ سلنه، د امریکایي ډالر پر وړاندې ۲.۰۵ سلنه، د پاکستانۍ روپۍ پر وړاندې ۲.۰۹ سلنه او د هندۍ روپۍ پر وړاندې ۱.۳۲ سلنه لوړه شوې ده.

د افغانستان بانک، د پولي سیاستونو بریالی تطبیق، د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د لوړېدو عامل بللی او ژمنه یې کړې ده چې دغه بانک به هڅې وکړي، څو د افغانۍ له ارزښت څخه په ښه ډول ساتنه وکړي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 178148

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178148/

جمهور
  https://www.jomhornews.com