غزني کې د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې

8 قوس 1403 ساعت 8:19

د غزني ښاروالۍ مسوولینو په یاد ولایت کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارو د پیل کېدو خبرورکړی دی.


د غزني ښاروالۍ مسوولینو په یاد ولایت کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارو د پیل کېدو خبرورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني ښاروالۍ له لوري د غزني ښار روضې سیمې اړوند سلطان محمود غزنوي زیارت ته څېرمه، د خواجه بهایی جان آغا د فرعي سړک د پخولو چارې د یونپس موسسې په مالي ملاتړ د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

دغه سړک چې ۶۰۰ متره اوږدوالی او ۶ متره پلنوالی لري، د جوړولو چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178146

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178146/

جمهور
  https://www.jomhornews.com