د کرملین ویاند دیمتري پسکوف ویلي، چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د طالبانو له سرپرست حکومت سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پسکوف د خبري کنفرانس پر مهال د ممنوعه سازمانونو له نوملړ څخه د سرپرست حکومت ایستلو پوښتنې په ځواب کې ویلي، دې برخه کې هڅې دوام لري، چې تر نهایي کېدو وروسته به له رسنیو سره شریک شي.
نوموړي دې کنفرانس کې د افغانستان سرپرست حکومت سره د روسیې اړیکې مهمې بللې دي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د روسیې امنیت شورا سرمنشي سرګي شویګو کابل ته د سفر پر مهال د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو سره کتنه کې ویلي، چې د ممنوعه سازمانونو له نوملړ څخه د طالبانو حکومت ایستل وروستي پړاو ته رسېدلي.
جمهورخبري آژانس