هرات کې د زعفرانو صادرونکي شرکتونه وايي، له بهره د پیسو رالېږدولو برخه کې ستونزې یې نه دي حل شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغو شرکتونو د مسوولینو په خبره په داسې حال کې چې سږکال هرات کې د زعفرانو تولیدات زیات شوی، خو د بانکي ستونزو او هوايي دهلیزونو نه فعالېدو له امله بېلابېلو هېوادونو ته د زعفرانو صادراتو برخه کې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د افغانستان د زعفرانو ټولنې رییس، محمد ابراهیم عادل وايي: «موږ تل د خپلو شرکتونو ستونزې د کرنې وزارت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره شریکې کړې دي. دا ستونزې د پیسو اړوند وې؛ کله چې زعفران پلورل کېږي، پیسې په سمه توګه نه شي رسولای، ځکه چې بانکي محدودیتونه شته.»
د زعفرانو صادرونکو شرکتونو ځینې مسوولین وايي د بانکي محدودیتونو له امله له بېلابېلو هېوادونو پیسې د صرافیو له لارې په زیات لګښت سره ترلاسه کوي.
د هرات د سیمهییزو مسوولینو په خبره سږکال دغه ولایت کې د زعفرانو تولیدات شاوخوا ۴۰ ټُنو ته رسېږي چې د تېرکال په پرتله دیرش سلنه زیاتوالی ښيي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي د صادراتو او پولي خدمتونه په برخه کې به صادرونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
د هېواد د زعفرانو ټولنې د شمېرو پربنسټ تېرکال په ټولیز ډول د دیرش ټُنو زعفرانو حاصلاتو څخه ۲۹ ټُنه او ۵۸۰ کیلو ګرامه زعفران بهر ته صادر شوي وو.
دغه اندازه زعفران د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت امریکا متحده ایالاتو، اروپا، چین، هند، سعودي عربستان او عمان ته صادر شوي وو.
جمهورخبري آژآنس