پروان کې یو سربند جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی

7 قوس 1403 ساعت 8:39

د پروان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د د یوه سربند د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.


د پروان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د د یوه سربند د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.


د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه سربند د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یاد ولایت  جبل السراج ولسوالۍ په وزیري بالا قلعه ګلبهار کلي کې جوړ شوی دی.

دغه سربند چې ۱۵.۷ متره اوږدوالی لري؛ په جوړېدو سره یې د یادې سیمې۱۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې او ۱۰۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبو برابرې شوې دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178114

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178114/

جمهور
  https://www.jomhornews.com