پاکستان کې لاریونونه؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۸ کسانو ته لوړ شو

7 قوس 1403 ساعت 8:32

د عمران خان د پلویانو د لاریون پرمهال د وژل شویو کسانو شمېر ۸ تنو ته لوړ شو، چې له ډلې ۷ تنه یې امنیتي سرتېري او یو یې ولسي وګړی دی.


د عمران خان د پلویانو د لاریون پرمهال د وژل شویو کسانو شمېر ۸ تنو ته لوړ شو، چې له ډلې ۷ تنه یې امنیتي سرتېري او یو یې ولسي وګړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عمران خان د پلویانو اعتراضي کاروان یوازې څو کیلو مټره له ډي چوک څخه لرې دی. له بل پلوه د پولیسو له‌خوا پر معترضینو د ډزو ویډیوګانې هم په خواله رسنۍ کې لاس په لاس کېږي.

دپاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي ویلي، چې د لاریون رهبري له دوی سره خبرې کول غواړي؛ خو د د دغو ترینګلتیاوو ترشا د بل چا لاس دی.

هغه وویل، چې دغه کسان ټول له خیبر پښتونخوا راغلي دي؛ خو له پنجابه ورسره یو سړی هم نه شته.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178111

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178111/

جمهور
  https://www.jomhornews.com