پوهنې وزارت اته میلیونه درسي کتابونه چاپوي

7 قوس 1403 ساعت 8:26

د طالبانو پوهنې وزارت سرپرست د خوست له قومي مشرانو سره په کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د عصري زده کړو پراختیا ته ژمنتیا لري.


د طالبانو پوهنې وزارت سرپرست د خوست له قومي مشرانو سره په کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د عصري زده کړو پراختیا ته ژمنتیا لري.


د جمهور آژانس د خبر له مخې هغه په خپلو خبرو کې ویلي، ځینې ډلې منفي تبلیغات کوي چې ګواکې د اسلامي امارت مسوولان د پوهنې برخې ته پاملرنه نه کوي.

 حبیب الله آغا زیاته کړې چې هڅه کوي څو په هېواد کې متوازنه پوهه پراخ کړي د نوموړی د نصاب د بدلېدو خبره هم کوي.

هغه زیاته کړه: دا د دښمن تبلیغات دي او د دښمن پر تبلیغاتو غوږ مه نیسئ. مه یې اورئ. تاسې یې خپله په سترګو وینئ موږ څنګه عصري علومو ته توجه نه کوو. عصري علوم زموږ د ژوند اړتیا ده.

له دې سره هممهاله، یو شمېر ښوونکي وایي چې د پوهنې د نصاب د پیاوړتیا لپاره باید د دیني او عصري علومو په نوملړ کې ځينې مضامین زیات شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178108

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178108/

جمهور
  https://www.jomhornews.com