۰

پوهنې وزارت اته میلیونه درسي کتابونه چاپوي

چهارشنبه ۷ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۶
د طالبانو پوهنې وزارت سرپرست د خوست له قومي مشرانو سره په کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د عصري زده کړو پراختیا ته ژمنتیا لري.
پوهنې وزارت اته میلیونه درسي کتابونه چاپوي
د طالبانو پوهنې وزارت سرپرست د خوست له قومي مشرانو سره په کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د عصري زده کړو پراختیا ته ژمنتیا لري.


د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هغه په خپلو خبرو کې ویلي، ځینې ډلې منفي تبلیغات کوي چې ګواکې د اسلامي امارت مسوولان د پوهنې برخې ته پاملرنه نه کوي.

 حبیب الله آغا زیاته کړې چې هڅه کوي څو په هېواد کې متوازنه پوهه پراخ کړي د نوموړی د نصاب د بدلېدو خبره هم کوي.

هغه زیاته کړه: دا د دښمن تبلیغات دي او د دښمن پر تبلیغاتو غوږ مه نیسئ. مه یې اورئ. تاسې یې خپله په سترګو وینئ موږ څنګه عصري علومو ته توجه نه کوو. عصري علوم زموږ د ژوند اړتیا ده.

له دې سره هممهاله، یو شمېر ښوونکي وایي چې د پوهنې د نصاب د پیاوړتیا لپاره باید د دیني او عصري علومو په نوملړ کې ځينې مضامین زیات شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي