۰

چین له ګاونډیو هېوادونو سره د طالبانو په رسمیت پېژندلو خبرې کوي

چهارشنبه ۷ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۵۶
د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو شیاویونګ وايي، چین د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه د سیمې له هېوادونو سره سلا مشورې کوي.
چین له ګاونډیو هېوادونو سره د طالبانو په رسمیت پېژندلو خبرې کوي
د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو شیاویونګ وايي، چین د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه د سیمې له هېوادونو سره سلا مشورې کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د چین د ولسمشر ځانګړي استازي له طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د دغه هېواد په هڅو له طالبانو سره د هېوادونو د اړیکو په اړه توافق ته رسېدلی دی.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي وویل، د رسمیت پېژندلو په اړه چین نه یوازې له طالبانو، بلکې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره هم سلا مشورې کوي. د چین، ګاونډیو هېوادونو، سیمې او د طالبانو ډلې په هڅو، یوه اجماع رامنځ ته شوې چې نړیواله ټولنه باید په کابل کې له طالبانو سره ښکیل شي."

دغه چینايي چارواکي دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د ډلو د شتون په اړه د ځینو هېوادونو اندېښنې له دغو هېوادونو سره د کابل اړیکې زیانمنولی شي، له همدې امله يو شيا يونګ د دې مسئلې پر حلولو ټينګار کوي چې د هېوادونو رضايت تر لاسه کړي.

نوموړي د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ د هواري په اړه وویل، چې دواړه هېوادونه کولای شي خپلې ستونزې د درېیم هېواد له مداخلې پرته حل کړي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي زیاته کړه: موږ د افغانستان او پاکستان په اړه یو شان پالیسي لرو او هغه د دې سیمې د ثبات، سولې، بیارغونې او سوکالۍ لپاره د ښه او ګډ راتلونکي جوړول دي. موږ باور لرو چې دواړه هېوادونه کولای شي خپلې ستونزې د درېیم هېواد له مداخلې پرته حل کړي.»

هغه وویل، ګاونډیان او د سیمې هېوادونه غواړي چې له افغانستان سره د متقابل احترام د اصولو پر بنسټ یو ځای او همکاري وکړي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په پای کې زیاته کړه چې په ۲۰۲۳ کال کې د کابل او بیجینګ ترمنځ سوداګري د تېر کال په پرتله ۱۲۵ سلنه زیاته شوې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي