د بلخ ولایت لپاره د طالبانو سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې یې د مکروني د تولید فابریکه په فعالیت پیل کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د والي د ویاند دفتر نن سه شنبې (د لړم ۶مه) یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې د دغې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او مولوي نورالحدي د بلخ د والي مرستیال ابو ادریس د ریحان مکروني په نوم د تولید فابریکه پرانیستله.
د طالبانو د چارواکو په وینا، د دغې فابریکې پر پرانیستلو څه باندې دوه نیم سوه زره ډالره لګښت راغلی دی.
طالبانو ویلي، چې په دې فابریکه کې تر ۶۰ ډېر کسان په کار بوخت دي او د ورځې ۳۰ ټنه پاستا تولیدوي.
جمهورخبري آژانس