پاکستاني رسنیو ویلي، چې د عمران خان د ګوند د اعتراضونو په پایله کې ۴ رینجر، یو پولیس افسر او یو ولسي وګړی وژل شوي او لسګونه امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
۵ پاکستاني امنیتي ځواکونه ووژل شول شهباز شریف: له فساد کوونکو سره به سخت چلند کوو
6 قوس 1403 ساعت 16:14
پاکستاني رسنیو ویلي، چې د عمران خان د ګوند د اعتراضونو په پایله کې ۴ رینجر، یو پولیس افسر او یو ولسي وګړی وژل شوي او لسګونه امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې د عمران خان د ګوند د اعتراضونو په پایله کې ۴ رینجر، یو پولیس افسر او یو ولسي وګړی وژل شوي او لسګونه امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د انصاف غورځنګ ګوند ویلي، د اسلام اباد پر لور یې د لاریون موخه پر حکومت فشار اچول دي، چې عمران خان له زندانه خوشې کړي او له هر ډول تاوتریخوالي او شخړې ډډه وکړي.
د اسلام اباد ښار او شاوخوا سیمو کې پرله پسې دریمه ورځ هم د موبائیل انټرنېټ سروس منقطع شوی او نن (سه شنبه) ټول تعلیمي سطحې بندې اعلان شوې دي.
پاکستاني خبري چینلونو د امنیتي سرچینو په حواله ویلي دي چې په اسلام اباد کې د هر ډول تشدد کوونکو او بلواګرو په ضد د ډزو کولو امر شوی دی او د پوځ ځواکونه به په هیڅ صورت کې د ګډوډیو له عاملانو سره جوړجاړی ونه کړي.
په همدې حال کې شهباز شریف په اسلام اباد کې د عمران خان د ګوند د پلویانو (لیرې کړل شوی لومړی وزیر چې اوس په زندان کې دی) له رسیدو وروسته د یو شمېر امنیتي ځواکونو د وژل کېدو په غبرګون کې دغه شخړه وغندله او ویې ویل: د تاوتریخوالي عناصر تر پلمې لاندې دي.
دوی د امنیتي ساتونکو ژوند تباه کوي. شهباز شريف مظاهره چيانو ته واضح اخطار ورکړو او وې ويل چې حکومت يې هيڅکله تاوتریخوالی او ګډوډي نه شي زغملی او له سرغړونکو او فساد کوونکو سره به سخت چلند وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر مظاهره چیان په هیواد کې د کرکې او ګډوډۍ خپرول وبلل او ویې ویل چې بلواګر د انقلاب په لټه کې نه دي بلکې د وینو تویولو او جګړې په لټه کې دي.
د پاکستان په پلازمینه کې امنیتي وضعیت په داسې حال کې کړکیچن کیږي چې د بیلاروس ولسمشر په درې ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته رسیدلی او پاکستاني چارواکي د مخالفو ډلو مظاهرې په نړیواله کچه د خپل هیواد د انځور د خرابولو هڅې بولي.
په پلازمینه اسلام اباد کې امنیتي تدابیر سخت شوي او حکومت د پلازمینې د امنیت د ټینګښت لپاره د اسلام اباد په ټولو برخو کې د پوځ د ځای پر ځای کولو امر کړی دی.
جمهورخبري آژانس
د مطلب کود: 178098
دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178098/