طالبانو د یکاولنګ ولسوالۍ لس زره ټنه سرپ او جست پلورلي دي

6 قوس 1403 ساعت 11:12

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې طالب ډلې د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې لس زره ټنه سرپ او جست پلورلي دي.


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې طالب ډلې د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې لس زره ټنه سرپ او جست پلورلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې د نفتي توکو وزارت مرستیال اعلان کړی، چې دوی د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د ګنده کوټ په سیمه کې د ۱۰ زره ټنه سرپو او جستو د پلورلو په موخه غونډه کړې ده.

طالبانو ویلي چې په دې داوطلبۍ کې له ۴۱ داوطلبانو څخه د انوري کان کیندنې شرکت د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ۱۰ زره ټنه سرپ او جست په د ۲۸۹۹۵ افغانیو بدل کې وګټل.

بايد يادونه وشي چې طالبانو د هېواد طبيعي زېرمې بې له حسابه او ملت ته لوټ کړې او له دغه نظام څخه په ناوړه استفادې لاس پورې کوي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 178079

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178079/

جمهور
  https://www.jomhornews.com