د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې طالب ډلې د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې لس زره ټنه سرپ او جست پلورلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې د نفتي توکو وزارت مرستیال اعلان کړی، چې دوی د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د ګنده کوټ په سیمه کې د ۱۰ زره ټنه سرپو او جستو د پلورلو په موخه غونډه کړې ده.
طالبانو ویلي چې په دې داوطلبۍ کې له ۴۱ داوطلبانو څخه د انوري کان کیندنې شرکت د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ۱۰ زره ټنه سرپ او جست په د ۲۸۹۹۵ افغانیو بدل کې وګټل.
بايد يادونه وشي چې طالبانو د هېواد طبيعي زېرمې بې له حسابه او ملت ته لوټ کړې او له دغه نظام څخه په ناوړه استفادې لاس پورې کوي.
جمهورخبري آژآنس