۰

د طالبانو د ډلې ادعا: مونږ به د سیمې سولې او امنیت ته ژمن یو

سی شنبه ۶ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۸
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو د ډلې لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیایونګ سره وکتل او ادعا یې وکړه چې دغه ډله به د سیمې سولې او امنیت ته ژمنه وي.
د طالبانو د ډلې ادعا: مونږ به د سیمې سولې او امنیت ته ژمن یو
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو د ډلې لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیایونګ سره وکتل او ادعا یې وکړه چې دغه ډله به د سیمې سولې او امنیت ته ژمنه وي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هېواد د کورنیو چارو وزارت نن سه شنبې ( دلړم ۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه هېواد لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي چارو، یوشیایونګ،سره  په کابل کې وکتل.

د طالبانو ډلې ویلي چې یوشیانګ ویلي چې په ټول افغانستان کې د رامنځته شوي امنیت په اړه خوښي څرګندوي. مولوي محمد نبي عمري وویل، د طالبانو د امارت تګلاره د متقابل احترام او اقتصادي همکاریو پر بنسټ ولاړه ده او دا ډله به د سیمې سولې او امنیت ته ژمنه وي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي