د طالبانو د ډلې د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د روسیې د امنیت شورا له سکرتر سرګي شویګو سره په کتنه کې وویل چې له تور لیست څخه د دغې ډلې د ایستلو لپاره د روسیې د هڅو قدرداني کوو.
د طالبانو دفاع وزارت:
موږ له تور لیست څخه د طالبانو د ایستلو لپاره د روسیې د هڅو ستاینه کوو
6 قوس 1403 ساعت 11:04
د طالبانو د ډلې د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د روسیې د امنیت شورا له سکرتر سرګي شویګو سره په کتنه کې وویل چې له تور لیست څخه د دغې ډلې د ایستلو لپاره د روسیې د هڅو قدرداني کوو.
د طالبانو د ډلې د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د روسیې د امنیت شورا له سکرتر سرګي شویګو سره په کتنه کې وویل چې له تور لیست څخه د دغې ډلې د ایستلو لپاره د روسیې د هڅو قدرداني کوو.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هېواد د ملي دفاع وزارت نن سه شنبې (د لړم ۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د روسیې د امنیت شورا مشر سرګي شویګو په کابل کې وکتل.
دواړو لورو په اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست په دې کتنه کې وویل چې دغه ډله له تور لیست څخه د طالبانو د امارت د ویستلو او د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګولو لپاره د روسیې د هڅو ستاینه کوي.
جمهورخبري آژانس
د مطلب کود: 178076
دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178076/