د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو د طالبانو د ډلې له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې وویل چې روسیه به د سیاسي او اقتصادي پراختیا په خاطر د دغې ډلې نوم د روسیې له تور لیسته وباسي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ډلې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په کابل کې د روسیې فدراتیف د ملي امنیت شورا له منشي سرګي شویګو سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، د سوداګرۍ او ټرانزیټ د کچې د لوړولو او دغه راز په افغانستان کې د روسي پانګوالو د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
ملا برادر وويل، چې افغانستان ته د امنيت او ثبات په راتګ سره دغه هېواد په سيمه کې د اقتصادي همکاريو، سوداګرۍ او ترانزيت په مرکز بدل شوى، چې نه يواځې د افغانستان، بلکې د سيمې په ګټه هم دى.
نوموړي وویل چې دغه ډله د شمال-جنوب اقتصادي دهلیز له پیاوړتیا سره علاقه لري او په دې سره غواړي په سیمه کې اقتصادي پیوستون عملي او له ستونزو څخه خلاص کړي.
د روسیې فدراتیف د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، چې اوسنی سفر د روسیې د ولسمشر په لارښوونه ترسره شوی او روسیه لېواله ده چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په برخه کې همکاري زیاته کړي او په همدې موخه یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا کې مرسته کړې ده.
په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په خاطر د اماراتو نوم له لیست څخه وایستل شي.
روسي پلاوي له افغان – ټرانس پروژې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او په دې برخه کې یې خپله همکاري څرګنده کړه.
روسیه چمتو ده چې د سینټ پیټرزبورګ په اقتصادي فورم کې د همکاریو ژمنې عملي کړي او روسي پانګه وال او دولتي شرکتونه هم لېواله دي چې په افغانستان کې د کانونو، ترانسپورت او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي.
جمهورخبري آژانس