د راپورونو له مخې د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د روسیې فدراتیف د امنیت شورا له منشي او ورسره ملګري پلاوي سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د روسیې د فدراتیف د امنیت شورا له عمومي منشي سرګي شویګو او د دغه هېواد یو شمېر نورو چارواکو له سراج الدین سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
حقاني. د راپورونو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو پر ټولو سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو خبرې وکړې.
د طالبانو په وینا، شویګو ډاډ ورکړی چې د روسیې حکومت له ممنوع الخروج ډلو څخه د طالبانو د ایستلو وروستي پړاو ته رسېدلی دی.
هغه هیله څرګنده کړه چې دا پړاو به په لنډ وخت کې پای ته ورسېږي او له دې کار سره به په بېلابېلو برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې پراختیا ومومي.
په دې کتنه کې شویګو د افغانستان امنیت د سیمې لپاره مهم وباله او ویې ویل: سوله ییز افغانستان د سیمې د سوکالۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره ښه فرصت دی.
همدارنګه سراج الدین حقاني د روسیې د لوړ پوړي پلاوي دغه سفر یو مثبت او بامعنی اقدام وباله.
هغه هيله څرګنده کړه چې دغه سفر به په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې پياوړې کړي.
حقاني وويل، افغانان اوس خپلواک دي او د خپل سياسي برخليک په واک کې دي او خپلې پرېکړې په خپله کوي.
هغه زیاته کړه، موږ نه یوازې د یوه سوله ییز افغانستان، بلکې د ټولې سیمې د ثبات او سوکالۍ هیله لرو.
نوموړي ادعا کړې چې په افغانستان کې د اشغال له پای ته رسېدو وروسته جګړه پای ته رسېدلې او د بې ثباتۍ ټول عوامل له منځه تللي دي. له همدې امله، سیمه باید له دې فرصت څخه ډیره ګټه پورته کړي.
جمهورخبري آژانس