په بلخ کې د ځانګړې اقتصادي زون د جوړولو لپاره دوه زره جریبه ځمکه جوړه تثبیت شوه

5 قوس 1403 ساعت 10:44

د طالبانو ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په بلخ ولایت کې یې د ځانګړې اقتصادي زون د جوړولو په موخه دوه زره جریبه ځمکه تثبیت شوه.


د طالبانو ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په بلخ ولایت کې یې د ځانګړې اقتصادي زون د جوړولو په موخه دوه زره جریبه ځمکه تثبیت شوه.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هېواد د صنایعو او سوداګرۍ وزارت، چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له مولوي نورالدین سره لیدلي دي.

د دغه ولایت مرستیال هادي ابو ادریس وايي، د هرات بندر ته څېرمه دوه زره جریبه ځمکه به د ځانګړې اقتصادي زون د جوړولو په موخه جوړه شي.

طالبانو ویلي چې د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د پانګونې د جلبولو لپاره؛ په افغانستان کې د دغو زونونو د جوړولو وړاندیز د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا د دغې ډلې کابینې ته شوی و.

د طالبانو د صنعت وزارت د صنعتي فابریکو د فعالیت له امله؛ په فرضي بندرونو یا کرښه کې، دا یوه صنعتي سیمه جوړوي ترڅو صنعت وده وکړي او صنعت کاران او سوداګر وهڅول شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178036

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178036/

جمهور
  https://www.jomhornews.com