په بلخ کې د صادراتو واحد مرکز پرانیستل شو

4 قوس 1403 ساعت 10:55

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د صادراتو واحد مرکز پرانیسته کړې ده.


د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د صادراتو واحد مرکز پرانیسته کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه مرکز د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مقر کې پرانیستل شوی او په پرانیستغونډه کې یې د بلخ مرستیال والي او د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال او نورو مسوولینو ګډون کړی و.

د صادراتو واحد مرکز د هېواد د صادراتو د اسنادو د طی مراحل لپاره یو ادرس دی چې په پرانیستې سره به یې، د هېواد صادرونکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177994

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177994/

جمهور
  https://www.jomhornews.com