د کندوز ولایت په علياباد او خاناباد ولسوالیو کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله د خلکو لسګونه کورونه او کرنیزې ځمکې وېجاړې او یو شمېر څاروي تلف شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس محمد جواد ویلي، چې د علي اباد ولسوالۍ په لاله میدان او د خان اباد ولسوالۍ په سیل برد ملا کریم سیمو کې د وروستیو سختو سېلابونو له امله ۳۷۰ کورونه او لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې په قسمي او بشپړ ډول وېجاړې شوې دي.
هغه زیاته کړې چې په دې پېښه کې درې د چرګانو فارمونه، ۶۰۰۰ چرګان، ۱۰۰ وزې، پسونه او ۲۰ غواګانې هم تلف شوي دي.
د یاد ریاست مسوولینو ویلي، چې مرستندویه ټیمونه سیمې ته استول شوي او د نورو زیانونو د مخنیوي هڅې روانې دي.
جمهورخبري آژانس