د چین لومړۍ سوداګریزه محموله د اورګاډي له لارې حیرتان بندر ته ورسیده

4 قوس 1403 ساعت 10:32

د طالبانو ډلې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې له چین څخه لومړنی سوداګریز کارګو له ۲۲ ورځو وروسته مزارشریف ته رسېدلی دی.


د طالبانو ډلې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې له چین څخه لومړنی سوداګریز کارګو له ۲۲ ورځو وروسته مزارشریف ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هېواد د صنایعو او سوداګرۍ وزارت، چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی، د شنبې په شپه (د لندۍ ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نورالدین عزیزي د سفرونو او هڅو په پایله کې د دغه هېواد د صنایعو… د دغه وزارت سرپرست د چین، قزاقستان او ازبکستان له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.


په ورته وخت کې ویل کېږي، چې له چین څخه افغانستان ته د اورګاډي له لارې لومړی وارد شوی کارګو هېواد ته داخل شو.

د مالونو دغه لویه بیړۍ په ۵۵ کانټینرونو کې له چین څخه بار شوې وه او پرون له قزاقستان او ازبکستان څخه مزارشریف ښار ته داخله شوه.

دا کارګو په شاوخوا ۲۲ ورځو کې افغانستان ته راورسیده او ټاکل شوې چې د بیرته ستنیدو په حال کې به د هېواد صادراتي مالونه قزاقستان، ازبکستان او چین ته ولېږدوي.

جمهورخبري آژانس
 
 
 
 


د مطلب کود: 177983

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177983/

جمهور
  https://www.jomhornews.com