یوناما په بغلان کې د تروریستي برید او د صوفیانو د وژنې په اړه د څېړنې غوښتنه وکړه

3 قوس 1403 ساعت 15:20

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یا یوناما په بغلان ولایت کې د صوفي پر زیارت د برید د څېړلو غوښتنه کړې.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یا یوناما په بغلان ولایت کې د صوفي پر زیارت د برید د څېړلو غوښتنه کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما نن (چنګاښ ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یوناما په بغلان ولایت کې د صوفي پر زیارت د پنجشنبې په ورځ برید چې له امله یې ۱۰ تنه ووژل شول، غندي.

په اعلامیه کې راغلي چې یوناما د دې پېښې د بشپړې څېړنې غوښتنه کوي او د راتلونکو بریدونو د مخنیوي او د ټولنو د امنیت د تامین لپاره دې دوام ورکړي.

باید وویل شي، چې په بغلان ولایت کې پر یوه مذهبي ځای د وسله والو په برید کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.

دا پېښه تېره شپه د نهرين ولسوالۍ په زاړه ښار کې د سيد پاشا جان په نوم په يوه زيارت کې شوې ده.

ځايي سرچينې وايي، وژل شوي کسان د نهرين ولسوالۍ اوسېدونکي وو او غوښتل يې په دغه زيارت کې شپې تېروي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 177971

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177971/

جمهور
  https://www.jomhornews.com