پاکستان ته د تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیول شوې

3 قوس 1403 ساعت 8:13

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو مدیر، عرفات مهاجر ویلي، چې ځانګړو ځواکونو پاکستان ته د یو شمېر تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولي ده.


د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو مدیر، عرفات مهاجر ویلي، چې ځانګړو ځواکونو پاکستان ته د یو شمېر تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولي ده.

نوموړي ویلي، دغه توکي تورخم ښارګوټي کې، په یوه بار وړونکي موټر کې ۶ زره ٩٤٩ کیلو ګرامه تاریخي اثار، څه باندې ۱۱ سوه کیلو ګرامه تاریخي سکې او له ۱۲ سوو ګرامو زیات ګران بیه ډبرې نیولي، چې پاکستان ته قاچاق کېدې.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم تورخم ښارګوټي کې پاکستان ته د ګڼو تاریخي اثارو او قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177933

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177933/

جمهور
  https://www.jomhornews.com