د ایران د لارې او ښار جوړولو وزارت سلاکار او استازی وايي، تهران چمتو دی چې، د افغانستان د ټرانسپورټ په بنسټیزو برخو کې تر ۶ میلیارده ډالره پانګونې وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سید حسین میر شفیع له یوې ایرانۍ رسنۍ سره خبرو کې دغه راز زیاته کړې چې، له افغانستان سره د ټرانسپورټي چارو په برخو کې د همکاریو په زیاتېدو سره به د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي اړیکې لا پراخې شي.
سید حسین میر شفیع ویلي: « موږ د دواړو هېوادونو په ګډ کمیسیون کې د دغه چمتووالي اعلان کړی چې د افغانستان د ټرانسپورټ په زېربناو کې تر شپږ میلیارده ډالرو پانګونې کوو. افغانستان هم یو غني هېواد دی او ډېرې سرچینې لري.»
په ورته مهال د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او سفیر سره په کتنه کې د چابهار بندر د فعالیدو او پراختیا، ازادو اوبو ته د افغانستان د لاسرسي او دغه راز په افغانستان کې د نیمه کاره پروژو د بشپړولو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، نوموړي د چابهار بندر د فعالولو او پراخولو له لارې ازادو اوبو ته د افغانستان د لاسرسي په برخه کې د ایران د هڅو یادونه وکړه او دا راز یې په افغانستان کې د ایران د نیمه پاتې پروژو د بشپړولو ژمنه وکړه.
جمهورخبري آژانس