سوداګرۍ وزارت له ځينو موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونو لاسلیک کړي

1 قوس 1403 ساعت 13:06

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د شاوخوا څلور میلیونه ډالرو په ارزښت د شپږو ملي او بین المللي مؤسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونو لاسلیک کړي دي.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د شاوخوا څلور میلیونه ډالرو په ارزښت د شپږو ملي او بین المللي مؤسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونو لاسلیک کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه هوکړه لیکونه د کورنیو د پیاوړي کولو، د وړو تشبثاتو او سوداګرۍ د ملاتړ او د حرفو د پراختیا په برخو کې لاسلیک شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د هوکړه لیکونو د لاسلیک کولو پر مهال، د یادو مؤسسو د مسئولینو د معلوماتو په اورېدو سره؛ هغوی ته لازمې لارښوونې کړې دي.

دیادولو وړ ده، چې د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو له مخې به؛ یوه بهرنۍ او پنځه کورنۍ مؤسسې د څه باندې درې میلیونه ۹۲۳ زره ډالرو په ارزښت پروژې په کابل، هرات، بلخ، فاریاب، ننګرهار، خوست، تخار، بدخشان او بامیانو کې پلې کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177914

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177914/

جمهور
  https://www.jomhornews.com