۰

سوداګرۍ وزارت له ځينو موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونو لاسلیک کړي

پنجشنبه ۱ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۶
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د شاوخوا څلور میلیونه ډالرو په ارزښت د شپږو ملي او بین المللي مؤسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونو لاسلیک کړي دي.
سوداګرۍ وزارت له ځينو موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونو لاسلیک کړي
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د شاوخوا څلور میلیونه ډالرو په ارزښت د شپږو ملي او بین المللي مؤسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونو لاسلیک کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه هوکړه لیکونه د کورنیو د پیاوړي کولو، د وړو تشبثاتو او سوداګرۍ د ملاتړ او د حرفو د پراختیا په برخو کې لاسلیک شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د هوکړه لیکونو د لاسلیک کولو پر مهال، د یادو مؤسسو د مسئولینو د معلوماتو په اورېدو سره؛ هغوی ته لازمې لارښوونې کړې دي.

دیادولو وړ ده، چې د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو له مخې به؛ یوه بهرنۍ او پنځه کورنۍ مؤسسې د څه باندې درې میلیونه ۹۲۳ زره ډالرو په ارزښت پروژې په کابل، هرات، بلخ، فاریاب، ننګرهار، خوست، تخار، بدخشان او بامیانو کې پلې کړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي