۰

د بدخشان ولایتي روغتون کې د بېړنۍ څانګې ودانۍ جوړېږي

پنجشنبه ۱ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۲
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د بېړنۍ څارنې څانګې (ای سي یو) لپاره د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې معیاري ودانۍ د جوړوېدو چارې پیل شوې دي.
د بدخشان ولایتي روغتون کې د بېړنۍ څانګې ودانۍ جوړېږي
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د بېړنۍ څارنې څانګې (ای سي یو) لپاره د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې معیاري ودانۍ د جوړوېدو چارې پیل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دغه ودانۍ د عامې روغتیا وزارت په مالي ملاتړ په ۷۵ متره مربع ساحه کې په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.

د یادولو وړ ده، چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ورته ګڼ شمېر روغتیايي مرکزونه جوړ شوي؛ یا د جوړېدو په حال کې دي، چې په دې سره هېوادوالو ته په روغتیايي برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شوې دي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي